د لاسرسي ځای

په روژه کې پر افغانانو سختې حملې وشوې: امریکايي سفارت


په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت خاص شارژدافیر هوګولارنس وايي په روژې میاشت کې په افغانانو باندې سختې حملې وشوې.

هغه دا خبره د اختر په مناسبت د مبارکي په پیغام کې کړې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان دښمنانو خلک په بېرحمۍ ووژل.

هوګولارنس دا هم ویلي چې امریکا متحده ایالتونه د مې یو دېرشمې خونړۍ حملې، جون دریمې حملې او چاودنو او د هغو تورونو په اړه د قانون په اساس څېړنه غواړي چې ګواکې له معترضینو سره بې حده خشونت شوی دی.

د مې په ۳۱ په کابل کې ټانکر بم چاودنې څه باندې یو نیم سل کسان ووژل چې ورسره د دې پېښې د غندلو لپاره خلکو مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي واوښته او ځینې کسان پکې مړه او ټپیان هم شول.

XS
SM
MD
LG