د لاسرسي ځای

د یکشنبې په ورځ د خوست چارواکو، دیني عالمانو او مخورو د کوچني اختر تر لمانځه مخکې په خپلو خبرو کې د ولسونو تر منځ د یووالي د ټېنګښت او د سولې لپاره د هڅو د ډېریدو غوښتنه وکړه.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل افغانستان له حساسو او نازکو شیبو تیریږي او د نظام پايښت او د دې هېواد پرمختګ ولسي یووالي او د امن ټېنګښت ته اړتیا لري.

د خوست اختر
د خوست اختر

ښاغلي حبیبي په خپلو خبرو کې له وسلوالو وغوښتل چې د حزب اسلامي په شان بین الافغاني مذاکراتو ته تیار شي او په دې توګه خپلې غوښتنې په منطقي چوکاټ کې د حکومت سره شریک کړي.

خوست والي زیاته کړه:

((هېواد مو تر بل هر وخت، په اوسنیو حساسو او نازکو شرایطو کې، رښتوني ملي یووالي ته ضرورت لري، راځئ په ملي یووالي د دښمن ټولې دسیسې شنډې او د یو پیاوړي، خپلواک او اباد افغانستان لپاره یو ځای کار وکړو، همدارنګه په ټولو وسلوالو مخالفینو غږ کوم چې د اللهي حکم مطابق سولې ته غاړه کیږدي، له وینې تویونې لاس په سر شي، تر څو وکولای شو، د حزب اسلامي په شان د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې د سولې پاک هدف ته ورسیږو.))

د خوست اختر
د خوست اختر

خوست والي په خپلو خبرو کې د ټولنې له شتمنو کسانو هم وغوښتل چې د بې وزله او غریبو په ګډون د هغه کورنیو سره چې خپل خپلوان يې په ترهګریزو بریدونو، چاودنو او نورو مرګونو پېښو کې له لاسه ورکړي، د خپل وس او توان په اندازه مرسته وکړي.

په خوست کې د مجاهدینو د یوې شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ هم وویل، چې افغانان دې له هر ډول تعصبونو لاس واخلي او سولې لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

مولوي سردار ځدراڼ وویل:

((د کوچني اختر د مبارکۍ تر څنګ پر ټول افغان ملت غږ کوو، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو موږ ملي یووالي ته ضرورت لرو، لکه څرنګه چې الله تعالی حکم دی چې مسلمانان ټول سره یو لاس شي، د همدې حکم پر اساس باید په خپلو کې اتفاق وکړو، د ژبني، قومي او نورو تفرقو نه باید پرهیز وکړو، په وسلوالو مخالفینو هم غږ کوو چې د مسلمانانو د وینې له تویولو لاس په سر شي، او په خپلو کې تفاهم او خبرې اترې وکړي.))

د قومونو او قبایلو په چارو کې سلاکار وزیر ابراهیم مشفق سوله او یووالی د ټولو شته ستونزو او ننګونو د حل یواځنۍ لاره وبلله او ويې ویل، ددې ملت د ژغورنې لپاره لدې پرته کومه بله نسخه نشته.

ښاغلی مشفق وايي:

((فقط همدومره وایم چې زموږ تداوي سوله او یووالی دی، لدې پرته هر ډول شعار چې ورکړو نتیجه نلري، خدای دې وکړي چې سولې، امن او یووالي ارمان ته ورسیږو.))

د سینما او تیاتر یو تن ممثل عزیزالله عزیز هم له لرو برو پښتنو غواړي چې په خپلو له تربګنیو تېر شي او د یو سوله ییز چاپیریال د رامنځته کولو لپاره دې خپلې هڅې شریکې کړي.

ده وړاندې وویل:

((د لر او بر په ټولو پښتنو وروڼو او خویندو غږ کوم چې تربګنۍ پریږدي او د یووالي هڅې وکړي، ځکه موږ ته خپل اسلام د یووالي او سولې امر کړی دی.))

بلخوا خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د اختر تر لمانځه وروسته مشال راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وویل، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو په ټولو عیدګاوو کې د اختر لمونځونه د هر ډول امنیتي پيښو پرته په امن کې ترسره شوي دي.

جنرال غیرت زیاته کړه، په خوست کې د اختر د لمانځنې د امنیت لپاره ټولې پوځې ادارې په ګډه فعالیت کوي او پدې برخه کې يې تدابیر ډېر کړي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG