د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز، بدخشان او جوزجان کې ۱۲۰۰ وسله وال وژل شوي


د افغانستان په شمال کې د شاهین قول اردو چارواکي وايي د خالد عملیاتو په نتیجه کې یې ۱،۲۰۰ وسله وال مخالفین وژلي دي.

د شاهین قول اردو قومندان جنرال امان الله مبین د یکشنبې یا اتوار پر ورځ وویل چې مخالفینو ته دا مرګژوبله په کندز، بدخشان او جوزجان کې د خالد پسرلنیو عملیاتو په لومړیو څلورو میاشتو کې اوښتي دي.

"په شمال او شمال شرق زون کې د دښمن تلفان څه باندې ۱۲۰۰ دي ۷۰۰ کسان یې ژوبل دي او څه باندې سل تنه مو ژوندي نیولي دي. دا ټولو ته یوه لویه بریا ده."


افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سږ کال خپل عملیات د خالد ۹۶ په نوم په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو د منصوري عملیاتو پر ضد پیل کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په شمال کې د ور اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم د وژل شویو مخالفینو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG