د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان، پښتونخوا او قبایلو کې اختر دی


د یکشنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا د زیاترو سیمو خلک هم د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ په څېر کمکی اختر لمانځي.

د خالي په ماښام د پيښور په قاسم علي خان جومات کې ديني عالمانو د مياشتې لیدو د شهادتونو ترراتلو وروسته د اختر اعلان وکړ.

((قاسم علي خان جومات کې څلوېښت ـ پنځوسو کسانو ګواهي ورکړه چې دوی د اختر میاشت لیدلې ده نو ځکه د اتوار په ورځ اختر دی.))

د پېښور خلک په اختر کې سردریاب ته ځي
د پېښور خلک په اختر کې سردریاب ته ځي

بلخوا د پاکستان سرکاري هلال کميټي به نن په اسلام اباد کې غونډه کوي. په پاکستان کې اکثره وخت د پېښور او قبایلي سیمو اختر د پاکستان د نورو سیمو د اخترونو سره د یوې ورځې په توپير لمانځل کېږي.

د پاکستان په مرکز او خیبر پښتونخوا کې سیاسي مشران او چارواکي په خپلو پلرنیو سیمو کې د وړوکي اختر لمونځ د خپلو خپلوانو او دوستانو سره یو ځای لمانځي.

XS
SM
MD
LG