د برتانیا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پارلمان د ایمیلونو پرسیسټم د یو انټرنټي بريد يا سایبر حملې په اړه څېړنې کوي.
د برتانیې د پارلمان د استازو مجلس یوه ویاند پرون وویل چې د ایمیلونو د سیسټم د خوندي ساتلو لپاره یې له لرې واټنه د پارلمان د ایمیلونو له سیسټم سره اړيکه پرې شوې ده.
هغه تايید کړه چې د پارلمان د ایمیلونو شبکې يا نيټورک ته له داسې لوري چې اجازه یې نه درلرله، د ور ننوتلو هڅې شوې او دوی شواهد هم لري.
د مې په میاشت کې د برتانیې د روغتیايي خدمتونو د ملي مرکز پر ایمیلونو هم سایبر حمله شوې وه.