د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احتساب په نوم وخت ضایع کېږي: نواز


د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف وايي، د احتساب په نوم د وخت ضیاع او د شخصي کاروبار پلټنې روانې دي.

نوموړي پرون په لندن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د پاناما اسنادو په اړه ګډې پلټنیزې ډلې (جې ای ټي) په خپلو تحقیقاتو کې هېڅ نه دي موندلي.

ده وویل، یوازې د ده کورنۍ په نښه کېږي:

((په پاکستان کې د احتساب تماشا یوازې زموږ د کورنۍ ضد ده ځکه نور خلک ګڼي چې سیاست یې نور ختم دی نو هغوی په دې طریقه سازش کوي.))

وزیراعظم دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د پاناما اسنادو پر معاملې سپریم کورټ د نوموړي د کورنۍ د شتمنیو جاج اخیستو امر ورکړی وو.

ګډې پلټنیزې ډلې د زیارت پر ورځ خپل درېیم رپورټ عدالت ته ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG