د لاسرسي ځای

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره لیده کاته کړي دي.

د ملي امنیت ویاند قادر شاه ویلي چې حنیف اتمر او وانګ یې په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

تمه ده چې وانګ یې لهولسمشر اشرف غني سره هم وګوري .

دا له هغه ورسته ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې نن سهار کابل ته رسېدلی دی.

د پاکستاني وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز مشال راډیو ته ویلي وو چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به د جون میاشتې په پای کې کابل او اسلام آباد ته سفرونه وکړي.

د سرتاج عزیز په وینا ، وانګ یې به د دې سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو پر لارو چارو خبري وکړي .

وانګ یې په داسې وخت کې د کابل او اسلام اباد سفر کوي چې د دې ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې دېرې کړکېچنې دي.

افغانستان وايي پاکستان له هغو طالبانو او نورو وسله والو سره له مرستو لاس نه اخلي کوم چې په افغانستان کې د حکومت پرضد جګړه کوي او عام خلک وژني.

خو پاکستان وايي ، دا خبره سمه نه ده بلکې دوي په افغانستان کې امن غواړي او په خپله د ترهګرۍ ښکاري.

د افغانستان حکومت ویلي وو چې چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدو په هڅو کې منځګړیتوب کوي.

خو د پاکستاني وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه نه ده روانه چې چین منځګړتوب وکړي بلکې هغه د یوه سهولتکار په توګه راوړاندې شوی دی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG