د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جوشوا او کېټلېن کولمېن کورنیو طالبانو ته خواست کړی


جوشوا بوېل او کېټلېن کولمېن
جوشوا بوېل او کېټلېن کولمېن

د کاناډا جوشوا بوېل او د هغه د امریکايي مېرمنې کېټلېن کولمېن کورنیو له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې ده چې روژې او اختر ته دې د درناوي په توګه د دوي د کورنۍ پر غړو مهربانه شي او هغوی دې پرېږدي.

د کاناډا جوشوا بوېل او د هغه د امریکايي مېرمنې کېټلېن کولمېن کورنیو له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې ده چې روژې او اختر ته دې د درناوي په توګه د دوي د کورنۍ پر غړو مهربانه شي او هغوی دې پرېږدي.

د جوشوا بوېل او کېټلېن کولمېن مور او پلار په یوه ویډیو پېغام کې د طالبانو له مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده او د هغه له مرستیال او حقاني شبکې مخکښ سراج الدین حقاني ته خواست کړی دی چې د نورو اسلامي هیوادونو غوندې په اختر کې پر جوشوا بوېل او کېټلېن کولمېن مهربانه شي

دوي وايي ، په خپلو دې خپلوانو پسې ډېر خفه دي او د هغوی د راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن دي.

په ویډیو کې ږغېډونکی لوی عمره کس او سپین سرې ښځه په زړغوني ږغ کې وايي ، جوشوا بوېل او کېټلېن کولمېن هیڅ ګناه نده کړې ، هغوی عام ولسي کسان دي او تاسو له پنځو کالو په بند کې ساتلي دي.

د یادونې وړ ده چې جوشوا بوېل او کېټلېن کولمېن او د هغوی دوه واړه ماشومان له تېرو پنځو کالو راهسې د طالبانو په ولکه کې دي.

د جوشوا بوېل او کېټلېن ماشومان
د جوشوا بوېل او کېټلېن ماشومان

په دې ویډیويي پېغام کې ږغېدونکي د هغوی مور او پلار
په دې ویډیويي پېغام کې ږغېدونکي د هغوی مور او پلار

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG