د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب په مکه کې ځانمرګی برید شوی


د سعودي عرب یو جومات
د سعودي عرب یو جومات

د سعودي عرب چارواکي وايي چې پوليسو په مکه مکرمه کې د ترهګرۍ يوه منصوبه په داسې حال کېناکامه کړې ده چې يو ځانمرګی بريد ګر له حرم شريف سره نيږدي ځان الوزولی دی.

د سعودي عرب د کورنیو چارو وزارت وايي دې ځانمرګي تېره ورځ په حرم شريف کې پر هغو زیارت کونکو د بريد تياري کوله چې د روژې د ورستۍ جمعې یا جمعة الوداع پر موقع دې ځاي ته د عبادت لپاره په لکونو خلک ورغلي وو.

چارواکي وايي ، دې کس هغه وخت ځان ته چاودنه ورکړه چې پولیس پر هغ کور را وګرځېدل په کوم کې چې دی پټ شوی وو.

چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د دې کور دوه پوړه ودانۍ نسکوره شوې ده او د پنځو عسکرو په ګډون ۱۱ تنه ټپي شوي دي.

د سعودي چارواکو په وینا ، تر اوسه یې د يوې ښځې په ګډون پنځه وسله وال نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG