د لاسرسي ځای

د پاړه چنار د چاودنو د مړو شمېر ۵۰ ته رسېدلی


په قبايلي سيمه کرمه اېجنسۍ کې چارواکي وايي،د جمعې په ورځ د شوې حملې د مړو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

دا خبره د پولټيکل انتظاميې يوه چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه لري د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وکړه.

د کرمي پولټيکل محرر زاهد د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دوې چاودنې د پاړه چنار له طوري مارکيټ سره شوې وې.

د انجمن حُسېنيه يوه غړي منصب علي مشال راډيو ته ويلي د مړو شمېر ۴۵ دی چې پکې شاوخوا نهه لس دومره خراب شوي چې پېږندګلو يې نه کېږي.

دده په وينا، ځينې مړي خاورو ته سپارل شوي او د ځېنو جنازې به د شنبې په ورځ کېږي.

تر پېښې وروسته پارېدلو کسانو مظاهره کړې چې د قامي اسمبلۍ د غړي ساجد حُسين طوري په وينا د امنيتي ځواکونو يې تت پرک کولو لپاره ډزي وړې.

نوموړي مشال سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ډزو پر مهال څلور کسان وژل شوي دي.

خو ملېشا ځواکونه وايي، ډزي يې نيغ په نيغه نه دي کړې بلکې د خلکو خورولو لپره يې هواي ډزي يې کړې دي.

د مړوشمېر ۴۵ دی چې پکې شاوخوا نهه لس دومره خراب شوي چې پېږندګلو يې نه کېږي. منصب علي

د پاکستان پوځ ويلي، دوه هيلي کاپټرونه يې پاړه چنار ته لېږلي چې زخميان د نورو سيمو روغتونو ته ورسوي.

د پوځ مطبوعاتو دفتر د جمعې په ورځ په خبرپاڼه کې ويلي، د پولې هغې غاړه کې د وسله والو پناه ځايونو له تازه پېښو سره تړاو لري.

خبرپاڼه زياتوي چې په هېواد کې يې امنيتي ګامونه سخت کړي او له ډېورنډ کرښي سره پرتو سېمو کې يې د لټون عمليات پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG