د لاسرسي ځای

د افغانستان پارلېماني ټاکنې راتلونکی کال کېږي


افغان حکومت وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکو انتخاباتو امنیت او روڼوالي ته ژمن دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد بېګا مشال راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت راتلونکی اوړی د پارلېماني انتخاباتو امنیت ته چمتو دی.

ده وویل، حکومت به کورنیو او نړیوالو ادارو ته د انتخاباتو د څار انتظامات وکړي. نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته وکړې چې د پنجشبنې په ورځ چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړه نو په کابل کې امریکايي سفارت او د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) یې هرکلی وکړ خو د ازادو، عادلانه او رڼو انتخاباتو غږ یې وکړ.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وار له مخه دوه کاله ځنډېدلي دي.

ټاکل شوې چې دا انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر اوومه وشي.

XS
SM
MD
LG