د لاسرسي ځای

‘تښتول شوي امریکايي استادان دې خوشې کړي’


د افغانستان د امریکايي پوهنتون چارواکو یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې تښتولي استادان دې خوشې کړي.

د پوهنتون مطبوعاتي مشرې زبیدې اکبر بېګا مشال راډیو ته وویل، ډېره موده شوې چې دوه استادان کیوېن کېنګ او ټېمتي ویکس برمته دي چې دوی یې د ((روغ رمټ)) خوشې کېدو په هیله دي.

نوموړې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د پنجشنبې ورځ د افغان ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي په کابل کې خبریالانو ته وویل، حکومت د تښتولو استادانو په بدل کې د وسله والو زندانیان نه خوشې کوي.

د چارشنبې پر ورځ وسله والو د امریکايي کېنګ او اسټرالیاوي ویکس ویډیو خپره کړه چې پکې هغوی له خپلو حکومتونو غوښتي چې له طالبانو سره دې خبرې وکړي.

دواړه استادان تېر کال په اګست کې له کابله تښتول شوي ول.

XS
SM
MD
LG