د لاسرسي ځای

د برتانیا وزیراعظمې ټیریزا مې ژمنه کړې ده چې له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو سمدستي وروسته به اروپايي وګړي له هېواده نه باسي.

ټریزا مې دا خبره د جمعې په ماښام هغه وخت وکړه چې د اروپايي ټولنې د هغو درو میلیونه وګړو په اړه یې پلان په ډاګه کاوی کوم چې دا مهال په قانوني توګه په برتانیا کې اوسي.

نوموړي وویل چې لندن هم په اروپايي ټولنه کې د مېشتو یو نیم میلیونه برتانیویانو په اړه ورته اقدامات غواړي.

له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې د وتلو په اړه په خبرو کې د دې وګړو د حقونو موضوع حساسه ګڼل کېږي.

چارواکي وايي، د مې له وړاندیز سره سم، په برتانیا کې په قانوني توګه له مېشتواروپايي وګړو څخه به د هېواد پرېښودو غوښتنه نه کېږي او ورته به له ټولنې څخه د برتانیا تر وتلو وروسته د اوسېدو نوې لارې برابرېږي.

وزیراعظمې ټریزا مې دا هم وویل چې هغه اروپايي وګړي چې په برتانیا کې له پینځو کلونو راهیسې اوسي به هلته د ټول عمر لپاره د اوسېدو حق ولري.

له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو په اړه خبرې د دوشنبې یا ګل له ورځې پیل شوې دي.

د اروپايي ټولنې مشرانو د ټریزا مې له خوا د چارشنبې په ورځ ناوخته د شوي دې اعلان ستاینه کړې ده.

د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل د جمعې په شپه د بیلجیم په پلازمېنه برسلز کې د اروپايي ټولنې سرمشریزې ته د وینا پر مهال د وزیراعظمې ټریزا مې څرګندونې وستایلې.

انګیلا میرکل وویل، د اروپايي ټولنې تابعیت لرونکو په اړه د ټریزا مې وړاندیزونه له ټولنې څخه د برتانیا د وتلو په اړه د مذاکراتو یو ښه پیل دی.

XS
SM
MD
LG