د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې د نړۍ ابادي چې سږ کال ۷.۶ اربه ده په ۲۰۵۰ م کال کې به ۹.۸ اربه ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو د چارشبنې په ورځ وويل چې د ممکنه زياتېدونکې ابادۍ نيمايې برخه به د پاکستان، هند او اوو نورو هېوادونو وي.

ملګري ملتونه وايي په پاکستان هند، نايجريه، کانګو، ايتوپيا، امريکا او ځينو نورو هېوادونو کې ابادي مخ په زياتېدو ده.

د ابادۍ له لحاظ سره دوايم لوی هېواد هند دی چې يو عشاريه درې اربه ابادي لري په راتلونکو اوو کلونو کې به يې له چين نه ابادي زياته شي.

چين دا مهال د يو عشاريه څلور اربه له ابادۍ سره په لومړی نمبر دی. البته په هرځای کې د پيدايش شرح په کمېدو ده خو په ۴۷ لږو پرمختللو هېوادونو کې د پيدايش شرح ډېره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه د ۲۰۵۰ م کاله پورې به د ۲۶ افريقايې هېوادونو ابادي کم ازکم دوه چنده زياته شي.

XS
SM
MD
LG