د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان په نړۍ کې د کډوالو دویم کوربه هېواد دی'


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې «یو.ان.اچ.سي.ار» پاکستان په نړۍ کې دویم هېواد بللی چې ډېرو کډوالو ته یې پناه ورکړې او دا مهال پکې شااوخوا ۱۴ لکه کډوال مېشت دي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې ورانوونکې جګړې، تشدد او د حکومتونو له‎خوا د مخالفینو تعقیب په ځینو هېوادونو کې د ۲۰۱۶ مېلادي کال تر پایه د ۶۵،۶ مېلیونه خلکو د بې‎ځایه کېدو لامل شوي دي.

د «یو.ان.اچ.سي.ار» راپور یادونه کوي چې په تېر یوه کال کې ۲۲،۵ میلیونه خلک چې نیمایي یې ماشومان دي، د کډوالو په توګه ثبت شوي چې دا په تاریخ کې د ثبت شویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

د دغې ادارې راپور لیکي چې دا مهال ترکیه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې شااوخوا ۲۹ لکه کډوال پکې دېره دي او دغه ډول یې پاکستان په دې لړ کې دویم هېواد بللی چې ۱۴ لکه کډوالو ته یې پناه ورکړې چې ډېری یې افغان کډوال یادوي.

د «یو.ان.اچ.سي.ار» مشر فلیپو ګرانډي په نړۍ کې د کډوالو د لړۍ په تېزوالي اندېښنه ښودلې او زیاتوي داسې برېښي چې نړۍ د سولې او امن په راوستلو کې پاته راغلې ده.

د کډوالو ادارې دا راپور په داسې وخت کې خپور کړی چې په دا وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر تېز شوی دی.

د«یو.ان.اچ.سي.ار»د چارواکیو د وینا له مخې، په تېر ۲۰۱۶ مېلادي کال کې له پاکستانه تر درې لکو او ۸۰ زرو ډېر راجسټر کډوال په خپله خوښه بېرته هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ په روان کال کې هم روانه ده.

د «یو.ان.اچ.سي.ار»ادارې په تېر کال کې له پاکستانه ستنېدونکي له هر یو راجسټر کډوال سره ۴۰۰ امریکايي ډالره مرسته کوله، خو دا مرسته سږ کال په نړۍ کې د کډوالۍ د بحران د زیاتېدو له امله د ۴۰۰ پر ځای ۲۰۰ ته راټیټه شوې ده.

خو په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي څه موده مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې له بېرته ستنېدونکیو کډوالو سره د نغدي مرستو کموالي ته په اشاره وویل، افغان کډوال د نغدي مرستو پر کمښت سربېره هېواد ته ستنېدو ته لېواله دي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"د نقدي مرستو پر کموالي سربېره هم زموږ افغان کډوال دې ته لېواله دي چې افغانستان ته ستانه شي، ان‎شاءالله د تېر کال په شان به سږکال هم دا بهیر روان وي او د هغې څه مختلف علتونه دي، یو دا چې سیاسي کشمکش د مهاجرینو په حالاتو او کیفیاتو باندې اثر کوي، د تېر کال ازار او اذیت چې مهاجرینو ته ورسېده، نو د مهاجرینو پر اذهانو کې یې یوه ناامیدي پیدا کړې ده او دې تصمیم ته رسېدلي چې باید افغانستان ته لاړ شي."

د«یو.ان.اچ.سي.ار» د راپور له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۱ مېلیون ډېر راجسټر افغان کډوال مېشت دی چې د پاکستان، افغانستان او «یو.ان.اچ.سي.ار» د درې اړخیز تفاهم له‎مخې ورته د روان کال تر پایه د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي.

خو د پاکستان حکومت بیا وايي چې په دې هېواد کې پر راجسټر شویو افغان کډوالو سربېره په همدومره شمېر کې غېر راجسټر کډوال هم دېره دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG