د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تخار کې د وسله والو پر ضد عملیات دوام لري


د افغانستان شمال ختیځ د پولیسو عمومي قومانداني وايي، د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ ټولې برخې له وسله والو پاکې شوي دي.

د سپین زر زون د پولیسو د قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري د دوشنبې په ماځیګر رسنیو ته وویل چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د افغان امنیتيو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وسله والو ته زیاته مرګ - ژوبله اوښتې او لږ تر لږه د پنځو تنو مړي د جګړې په میدان کې پاتې شوي دي.

خواجه غار او درقد د تخار ولایت ناامنې ولسوالۍ دي.

محفوظ الله اکبري د درقد ولسوالۍ په اړه وویل چې امنیتيو ځواکونو هلته هم عملیات پیل کړي او جګړه لا هم روانه ده.

وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG