د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې يو قاضي وژلي او درې تنه يې ژوبل کړي


د ننګرهار چارواکي وايي چې نن (سېشنبه) سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار شیشم باغ ته څېرمه په يوه کرولا موټر پورې نښلول شوی ماین چاودنه کړې چې له امله يې د ننګرهار ولایت د ادارې فساد ضد مبارزې د ابتدايي محکمې غړی قاضي شېررحمن وژل شوی او د هغه د دوو وروڼو په ګډون يو تن لاروی پکې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د سیشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته وړل شوي اوزیاتوي چې روغتیایي حالت يې د ډاډ وړ دی.

د پېښې مسوولت تر دې دمه هېڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG