د لاسرسي ځای

روس: د فرات رود لویځ لور ته تلونکې امریکايي الوتکې به وولو


روسیې خبرداری ورکړی چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو هره الوتکه چې د فرات رود لوېدیځې خوا ته ورشي هدف به یې وګرځوي.

د روسیې دفاع وزارت دا خبرداری نن دوشنبه تر هغه وروسته ورکړ چې د یکشنبې ورځ د امریکا متحده ایالتونو د شام په رقه کې د بشار الاسد رژیم یوه جنګي الوتکه وویشتله.

د الوتکې پیلوټ لادرکه دی.

امریکا متحده ایالتونو ویلي دا کار یې د ډله ییزې دفاعیې په بڼه کړی دی ځکه چې دې الوتکې د داعش ضد ځواکونه په نښه کول.

واشنګتن دا هم ویلي دې الوتکې د سوریې ډموکراټیک ځواک باندې چې د داعش پر ضد حملې کوي بمبار کاوه او دوی په دې اړه له روسیې سره اړیکه هم نیولې وه.

روسیې رد کړې چې د سو ۲۲ الوتکې تر ویشتلو مخکې له دوی سره کومه اړیکه نیول شوي وي.

XS
SM
MD
LG