د لاسرسي ځای

امریکايي جېټ د شام یوه جنګي الوتکه ویشتلې


د امریکا یوې جېټ الوتکې د اتوار په ورځ د شام هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه تر هغه وروسته غورځولې چې 'پر داعش ضد ځواکونو يې بمباري کوله.'

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف وايي، د اتوار ورځې ماځیګر یوې اېف ۱۸ ډوله جېټ الوتکې د شام "یو سو ۲۲" ډوله الوتکه د رقه ښار په څنډو کې وویشتله.

ایتلاف ویلي د شام دا جنګي الوتکه يې د خپلې دفاع پر اساس غورځولې ده.

په پېښه کې د شام حکومتي الوتکې پایلټ لادرکه دی.

د شام دې غورځول شوې الوتکې د شام ډیموکراټیک ځواک پر وسله والو چې له داعش سره جګړه کوي بمباري کوله.

بل لوري د شام پوځ ویلي، د دوی الوتکه په داسې وخت کې ویشتل شوې چې دوی د داعش ضد جګړه کې ښکاره پرمختګ کوي.

XS
SM
MD
LG