د لاسرسي ځای

د لندن یوه جومات سره جوخت پر خلکو ګاډی ختلی، یو مړ لس ژوبل


د لندن په شمال کې د فينزبيري پارک سيمې سره يو جومات ته نيزدي يو کس خپل ګاډی په پيدل روانو خلکو خيژولی، يو کس يې وژلی او لس نور يې زخميان کړې دي. پوليسو ويلي دې ته د ممکنه ترهګر بريد په سترګه ګوري.

د لندن پوليس وايي يو اته څلوېښت کلن کس تر هغه وروسته نيول شوی چې د عيني شاهدانو په خبره پر مسلمانانو عبادت کوونکو یې له کسته ګاډی خېژولی.

د لندن امبولانس خدمتونو څانګې ويلي چې په لسو زخميانو کې اته يې روغتونونو ته وړي او د دوو د پېښې په ځای کې درملنه شوې ده. دلته حمله کوونکی لومړی خلکو او بيا پوليسو ونيو. پوليسو زياته کړې چې دغه سړی د هغه دماغي روغتيا معلومولو لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

په بریتانيا کې د مسلمانانو شورا (Th Muslim Council of Britain) په يوه بيان کې ويلي چې دا په ورستيوو څو مياشتو کې په بریتانیا کې له اسلامه د کرکې کولو تر ټولو خونړی بريد دی. دوی د عبادت ځايونو لپاره د نور امنيت غوښتنه کړې ده. د لندن ښاروال صادق خان ويلي چې د ټولنې بېلابېلو برخو او په ځانګړې ډول د روژه تیانو خونديکولو لپاره يې اضافي پوليس ګمارلي دي.

دا برید د فينزبيري پارک سيمه کې له يو جومات سره نيزدي، د مسلمانانو خير ښېګړي مرکز بهر شوی دی. د دې مرکز ويب سايټ ليکي چې دلته دوی د بېلابېلو قومونو لږو اسانتياوو لرونکیو خلکو ته د تعليم، روزنې او ټولنيز خدمات برابروي.

د يادونې ده چې پر دې جومات د سختدریځه ملا، ابوحمزه المصري د تقريرونو له کبله سخت تنقيد شوی وو. نوموړي ته په امريکا کې د ترهګرۍ په تړاو تورونو له امله د عمر قيد سزا ورکول شوې. يو وخت ياد جومات بند کړل شوی هم وو خو په ۲۰۰۵ کال کې یې انتظامي چارې له سره وشوې او تر هغې وروسته د سختدریځو نظرياتو سره نه دی تړل شوی.

د بریتانيا وزیراعظمې، تيريزا مې د بريد په اړه وويل چې هغه د دې بدې پېښې قربانيانو سره خواخوږي لري. د لندن ښاروال صادق خان ويلي چې دا د بریتانيا د خلکو په شريکو اصولو لکه برداشت، ازادۍ او احترام حمله وه.

په بریتانيا کې په دا وروستيوو مياشتو کې ګڼ بريدونه شوي دي. د مې په دوه ويشتم تاريخ په مانچيسټر کې د یو کنسرټ پر مهال ځانمرګي بريد کې دوه ویشت کسان ووژل. د مارچ په دوه ويشتم تاريخ په لندن کې يو سړي خپل ګاډی پر خلکو وخېژاوه او يو پوليس يې په چاقو وهلو وواژه. په هغه حمله کې د بريدګر په شمول ټول پنځه کسان وژل شوي وو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG