د لاسرسي ځای

تازه خبر

لندن کې له یو جومات سره نېږدې پر خلکو ګاډی ختلی، یو مړ لس ژوبل


د لندن پولیس وايي تیره شپه د دې ښار په شمالي برخه فینز بیري پارک نومې سیمه کې د یو جومات سره نزدې په خلکو ګاډې ورختلې چې پکې لس تنه نور ژوبل شوي دي.

پولیس د دې پیښې تحقیقات د ممکنه ترهګر برید په توګه کوي. د پولیسو په وینا د پیښې سره په تړاو یې یو ۴۸ کلن کس نیولی دی.

دا پیښه بېګا پاو باندې ۱۲ بجې رامنځ ته شوې چې پکې عیني شاهدان وايي له جوماته د وتلو پرمهال په عبادت کوونکیو له کسته ګاډی خیژول شوی دی.

پولیس وايي نیول شوی تن یې د ذهني معاینې لپاره روغتون ته بیولی دی.

هلته د برتانیا مسلمانانو شورا ویلي په عبادت کوونکیو د ګاډي خیژولو دا پیښه یو کستي ګام دی. یادې شورا د بریتانیا له حکومته غوښتي چې د جوماتونو حفاظت لپاره دې اضافي ګامونه پورته کړي.

د بریتانیا وزیراعظمې تېریزا مې تایید کړې چې د پیښې پلټنې د ترهګر برید په حواله کیږي. دا راز د لندن ښار وال صادق خان ویلي دا برید د برتانیا د ټولنې په اجتماعي اقدارو لکه زغم، ازادي او درناوي باندې ګزار ګڼي او د مخنیوي لپاره یې ګامونه پورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG