د لاسرسي ځای

تازه خبر

توره بوړه مو له داعشیانو پاکه کړه. افغان دفاع وزارت


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د تورې بوړې سیمې زیاتره برخې یې له داعش ډلې پاکه کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تیره ورځ مشال راډیو ته وویل چې په توره بوړه کې د عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت پچیراګام او چپریار ولسوالۍ په بشپړ ډول له وسله والو پاکې شوي او ځواکونه د سلیمانخیلو تنګي په سیمه کې دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې اته وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي همدا راز وویل، د سیمې اوسیدونکو او محلي پولیسو د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره چمتووالی ښودلی او د کورنیوچارو له وزارت او ملي امنیت سره په دې اړه سلا مشورې شوې دي.

بلخوا وسله والو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG