د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلخ پېښه کې ۷ امریکايي عسکر ژوبل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې په پرونۍ حمله کې ۷ امریکايي عسکر زخمیان شوي دي.

دا خبر په کابل کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر خپور کړی او وايي چې حمله یوه افغان عسکر کړې وه. ناټو ویلي چې هېڅ بهرنی عسکر نه دی وژل شوی او ټول زخمیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش بېګا مشال راډیو ته وویل چې حمله کونکی د افغان پوځ یونیفورم اغوستی و او په ډزو کې سخت ژوبل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG