د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: د وسلوالو برید کې له شلو زیات کسان مړه او ژوبل شوي


افغان چارواکي وايي په پکتیا ولایت کې نن وسله والو مخالفینو د پولیسو په یوه لوی مرکز حمله وکړه او یو شمېر کسانو یې ته مرګژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب دانش مشال راډيو ته وویل په دې حمله کې چې نن سهار په شپږو بجو پیل شوه پنځه پولیس وژل شوي او د ځینو ملکیانو په شمول یو شمېر نور ژوبل دي.

" حمله کوونکي وژل شوي دي. خو متاسفانه د حملو او نښتې په نتیجه کې پنځه پولیس شهید شوي دي. نهه پولیس او نهه ملکیان چې په سیمه کې وو ټپیان دي."

په پکتیا کې د مشال راډیو د خبریال د تازه راپور له مخې یو حمله کوونکی لا هم ژوندی دی او مقاومت کوي.

د ګردیز ښار د روغتون چارواکو ویلي چې په دې حمله کې روغتون ته د پوځيانو په شمول دېرش ټپیان وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د پولیسو د دې لوی مرکز په سر د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د پولیسو په دې لوی مرکز کې د پکتیا ولایت امنیه قومنداني، د خاصو پولیسو قطعه او د پولیسو زون قومنداني پرته ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG