د لاسرسي ځای

ایراني چارواکي وايي، د سعودي عرب سمندري ساتونکیو په خلیج فارس کې د ایراني کب نیونکيو پر دوو بېړیو ډزې کړې او یو کب نیونکی یې وژلی دی.

دایران د کورنیوچارو وزارت ویلي چې سعودي چارواکو ادعا کړې چې بېړۍ دجمعې په ورځ د دوي اوبو ته ور تېرې شوې وې نو خکه یې ساتونکيو ډزې کړې دي.

خو د ایران دکورنیو چارو وزارت پرون په یوه خبره پاڼه کې وویل، د سعودي د دې ادعا په اړه څېړنې کوي او پر کب نیونکو حمله له بشري اصولو سره مخالفه ده.

سعودي عرب لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG