د لاسرسي ځای

ایران وايي داعش په سیمه کې د امنیت خرابولو هڅې کوي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د وروستۍ چاودنې په اړه په خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په شام او عراق کې ځپل شوې او اوس په دې سیمه کې د امنیت خرابولو هڅې کوي.

دا له هغه ورسته ده چې د جمعې په شپه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه جومات کې درنه چاودنه وشوه او نهه تنه پکې مړه او زخمیان شول.

د حملې پړه داعش وسله والو واخیست.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه د دې چاودنې د غندلو ترڅنګ ویلي چې ترهګرو ډلو پر ملکي افغانانو حملې زیاتې کړې دي او غواړي چې د بې ثباتۍ اور لا پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG