د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه: د ترهګرۍ پرضد بې توپیره جګړه کوو


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه ويلي دي چې پاکستان بې له څه توپیره د ترهګرو پرضد جګړه کوي.

جنرال قمر جاويد باجوه ویلي چې د ترهګر نه کوم مذهب وي نه کوم مسلک او نه هم له کوم نسل سره اړه لري.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – آی ایس پي آر – په خپاره کړې بیان کې ویلي چې جنرال قمر جاويد باجوه دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته د اسلام اباد په نيشنل ډيفينس يونيورسټۍ کې د قامي امنيت او د جنګي حالاتو په اړه زده کونکو ته په خپله وينا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ د ناسور پرضد بغير د څه امتیازه جنګيږي او ډير زر به د ردالفساد عملیاتو په زريعه د دې ناسور جرړی وباسی.

قمر جاويد باجوه زیاته کړې چي ترهګري ته تر هغه وخته ماتي نه شي ورکول کيدای تر څو چې د خپلو ذمه واریو احساس ونه کړل شي.

نوموړي د کوم هیواد له نامه اخیستلو پرته ویلي چې دا مهال په سیمه کي يو څو هيوادونه هم دا کار کوي ، او پر يو بل تورونه لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له هند او افغانستان دواړو سره اړیکې ډېرې کړکېچنې شوې دي.

دواړه هیوادونه پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې داسې وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي چې له هغه ځایه دا وسله والې ډلې د پاکستان د جاسوسي ادارو په مرسته او ملاتړ په ګاونډیو هیوادونو کې د دوي په وینا ترهګر بریدونه کوي.

خو پاکستان دا خبره نه مني او وايي چې دوی په ګاونډیو هیوادونو کې امن او له هغوی سره ښې اړیکې غواړي.

XS
SM
MD
LG