د لاسرسي ځای

په بلغاریا کې ځینې افغانان وايي چې د دغه هېواد په دویم لوی ښار کې د افغان پناه غوښتونکو موټر ټکر کړی او پکې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د بلغاریه د پلودیف ښار یوه افغان اوسیدونکي ګل باز خان مشال راډیو ته خبر ورکړ چې پېښه لس ورځې مخکې شوې اته افغانان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

هغه وویل ټپيان او مړي لا هم په روغتون کې پاتې دي.

افغان چارواکو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې تر دې د بلغاریا په ارمنلي کمپ کې له افغانانو سره د بد چلند بېلا بېل راپورونه ورکړل شوي دي.

بلغاریا یو له هغو هېوادونو یادېږي چې زیات افغان پناه غوښتونکي له ترکیې ورځي او بیا نورو اروپايي هېوادونو ته د وتلو په لټه کې وي.

XS
SM
MD
LG