د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د داعش مشر البغدادي ښايي وژل شوی وي'


د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي
د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي

د روسيې دفاع وزارت وايي، د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي ښايي د مې مياشتې په پای کې د روس په هوايي بريد کې وژل شوی وي.

د روسيې خبري اژانسونو د وزارت په حواله ويلي، دوی له بېلابېلو لارو د دې مالوماتو پخلی کوي چې البغدادي د مې پر اتویشتمه نېټه د رقا ښار په څنډو کې د روسيې په هوايي بمبار کې وژل شوی دی.

دوی وايي، په هغه حمله کې د داعش د لوړپوړو مشرانو په ګډون ۳۳۰ کسان وژل شوي وو.

دا هوايي بريد هغه وخت وشو کله چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د مشرانو غونډه روانه وه چې پکې يې له رقا ښاره د وتلو پر لارو چارو بحث کولی.

رقا د داعش مهم مرکز دی چې داوخت د شامي ځواکونو له سختو بريدونو سره مخامخ دی.

داعش له ۲۰۱۴ ز کال راهيسې د عراق او شام مختلفې برخې په واک کې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG