د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې درې پولیس په برید کې وژل شوي


د پولیسو یوه چارواکي بېګا مشال راډیو ته وویل، پېښه د پنجشنبې پر ماښام د څمکنیو تاڼې په حدودو کې شوې ده.

ده د نوم نه ښودو په شرط وویل، په ځوابي ډزو کې یو وسله وال وژل شوی خو دوه تښتېدلي دي.

د درې واړو وژل شویو پولیسو جنازه بېګا ۱۱ بجې شوې چې پکې د خیبر پښتونخوا ګورنر، د پېښور کور کمانډر، د پښتونخوا پولیسو مشر او یو شمېر نورو چارواکو ګډون وکړ. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG