په شمالي وزیرستان کې وسله والو پر یوه کور حمله کړې چې پکې یو کس وژل شوی دی.
چارواکو او د سیمې اوسېدونکو بېګا ناوخته مشال راډیو ته وویل، وسله وال د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د رزمک په پاریاټ کې پر یوه کور ورننوتل او ډزې یې وکړې چې پکې د کورنۍ یو غړی ووژل شو او درې ښځې ژوبلې شوې.
د میرامشا روغتون ډاکتران وايي، په ژوبلو کې د یوې ښځې روغتیايي حالت خراب دی. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.