د لاسرسي ځای

دا کسان د مې په ۱۶مه امریکا ته د ترکیې د ولسمشر رجب طبیب اردغان د سفر پر مهال پر اعتراض کوونکو په حمله کې په لاس لرلو تورن دي.

په امریکا کې د واشنګټن ډي سي د پولیسو قوماندان پیتر نیوشم د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په مشکوکو کسانو کې امريکايي او کاناډايي اتباع هم شامل دي:

”پوليس توانېدلي د خپرې شوې ويډيو په مرسته په هغه حمله کې دخيل ګڼ مشکوک کسان تشخيص کړي. د سې شنبې په ورځ ښاري پوليسو د ١٦ کسانو د نيولو حکم ترلاسه کړ، چې زموږ په باور په هغو حملو کې يې لاس درلود. دوه يې امريکايي اتباع، دوه کاناډايان او نور يې ترکان دي“

د ترکيې ولسمشر اردوغان د پنجشنبې په ورځ په انقره کې د وینا پر مهال د امریکا د حکومت دا پریکړه وغندله او پوښتنه یې وکړه چې دا څه ډول قانون دی.

ده ژمنه وکړه چې له سیاسي او قانون لاروچارو به د دې حکم پرضد مبارزه وکړي.

په امریکا کې د ترکیې سفارت ادعا کړې چې اعتراض کوونکو د کردستان د کارګرانو له ګوند پي کې کې سره اړیکي لرل.

په ترکیه کې د دې ډلې پر فعالیت بندیز لګیدلی، خو د واشنګټن ډي سي د پولیسو قوماندان وویل چې له پي کې کې سره د اعتراض کوونکو د اړیکو په اړه هېڅ راز شواهد نشته.

XS
SM
MD
LG