د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان په اړه نوې تګلاره وړاندې کوي


د امریکادفاع وزیر جیم مېتیس وايي، هغه به په څو اونیو کې د افغانستان په اړه یوه نوې تګلاره وړاندې کړي چې پکې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه معلومات هم شامل وي.

جیم مېتیس د سېنېټ د یو پېنل په وړاندې ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته په دې اړه واک سپارلی چې دا کار له هغه سره مرسته کوي څو په افغانستان کې په موثره توګه خپل جنګي ماموریت اداره کړي.

نوموړی وايي دوی به د ادارو ترمنځ د تفاهم له لارې په افغانستان کې خپله راتلونکې کړنلاره ټاکي او له سره کتل شوې کړنلاره به په راتلونکیو څو اونیو کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د منظورۍ لپاره ورکړل شي.

ښاغلي مېتیس د چارشبنې په ورځ ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې خپله ۱۶ کلنه جګړه نه ده ګټلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG