د لاسرسي ځای

په بغلان کې چاودنې یو تن وواژه


د افغانستان په بغلان کې د ماین چاودنې یو تن وواژه او یو یې ټپي کړ. امنیتي چارواکي وایي چې دا چاودنه د بغلان د ولایتي شورا د پخواني وکیل علم جان مجاهد پر زامنو شوې ده چې د هغوی یو ساتونکی پکې وژل شوی دی.

دا چاودنه د چارشنبې ماسپښین د مرکزي بغلان د قند فابریکې په سیمه کې وشوه. په دې پېښه کې د بغلان د ولایتي شورا د پخواني وکیل زامن نه دي ژوبل شوي.

د بغلان د امنیه قومانداني ویاند ذبیح اله شجاع وویل چې ماین پر موټر نښلول شوی و.

XS
SM
MD
LG