د لاسرسي ځای

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف نن د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاناما کېس لړ کې د ګډې پلتونکې ډلې په وړاندې حاضر شو.

دغه پلټونکې ډله د پاکستان د سترې محکمې لخوا ټاکل شوې څو د پاناما کېس څېړنه وکړي.

پر نواز شریف او کورنۍ یې تورونه دي چې له هېواده بهر پټې شتمنۍ لري. د پاکستان سرکاري راډیو وايي، وزیراعظم نوازشریف د خپل ګوند مشرانو او پلویانو ته سپارښتنه کړې ده چې د ده د وړاندې کېدو پر مهال دې د باټنو د مرکزي اکاډمۍ په وړاندې نه جمع کېږي.

XS
SM
MD
LG