د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا استازیو جرګې یو غړی په ډزو کې ژوبل شوی


یوه وسله وال کس د امریکا له پلازمېنې واشنګتن بهر پر ځینو جمهوري غوښتونکیو سیاستوالو ډزې کړي دي.

د استازیو جرګې غړي مو بروکس رسنیو ته ویلي چې وسله وال کس د ویرجینیا ایالت په الکسندریه سیمه کې نن(چارشنبه) شاوخوا اته نیمې بجې هغه وخت په جمهوري غوښتونکو سیاستوالو ډزې وکړې چې هغوی د بېسبال لوبه کوله.

پولیسو او د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې د کانګرس مخکښ جمهوري غوښتونکی غړی سټیف سکلیس د پېښې د ټپیانو تر منځ دی.

د استازیو جرګې غړي بروکس ویلي داسې ښکارېده چې حمله کوونکی یو سپین پوستی و.

امنیتي ځواکونو هم وروسته له هغه په حمله کوونکي ډزې کړي چې هغه شاوخوا شل واره ډزې وکړې.

د بېسبال د لوبې پر مهال په سیمه کې شاوخوا شل تر پنځه ویشت جهموري غوښتونکي سیاستوال حاضر و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG