د لاسرسي ځای

د واشینګټن - ماسکو اړیکي لا کړکېچنېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي د واشینګټن او ماسکو ترمنځ اړیکې د لا ګډوډۍ پر لور روانې دي.

رېکس ټیلرسن دا څرګندونې په سېشنبه د امریکا سېنېټ بهرنیو اړیکو کمیټۍ ته په خپله وینا کې کړې دي.

هغه وویل:"زموږ اړیکي تر بل هر وخت لاندې کچې ته تللې او د لا ګډوډۍ پر خوا روانې دي. موږ هڅه کوو چې دا اړیکي بیرته عادي حالت ته وګرځوو. په ځانګړې توګه پر داسې برخو کار کوو چې له مخې یې له روس سره یو ډول کاري اړیکي جوړ کړو چې ګټورې وي."

دا په داسې حال کې ده چې کانګریس پر روس د شته بندیزونو ټینګولو او نور لګولو په اړه ګامونه پورته کوي.

امریکا د روس پرضد دا کار د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د مشکوکې لاسوهنې،په شام او اوکراین کې د فعالیت او داسې نورو مسلو له کبله کوي.

XS
SM
MD
LG