د لاسرسي ځای

نړیوال بانک له افغانستان سره۵۲۰ میلیونه ډالره مرسته کړې


نړیوال بانک د سېشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د۵۲۰ میلیونه ډالرو ورکول منظوري ورکړې ده.

دا پېسې به په افغانستان کې د اقتصادي ودې، اړینې بنیادي ډانچې او له پاکستان او ایرانه د ستانه شویو کډوالو پر مرستو لګول کېږي.

نړیوال بانک ویلي، دا پېسې به په دې مشکل وخت کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د یاد بانک د افغانستان مشر شبهام چودري ویلي افغانستان په حکومتي ادارو کې پر اصلاحاتو سربېره له سختو پرمختیايي ننګونو سره مخامخ دی.

د دې پېسو دوه سوه پنځه اعشاریه څلور میلیونه ډالره به له پاکستان او ایرانه پر ستنو شوو شاوخوا اته لکه افغان کډوالو لګول کېږي.

XS
SM
MD
LG