د لاسرسي ځای

ازبکستان او افغانستان غواړي چې د روان کال تر پایه دوه اړخیزه سوداګري یو ارب ډالرو ته ورسوي.

دا خبره د ازبکستان بهرني تجارت وزیر ایلیور غنیېف د سېشنبې په ورځ هغه مهال کړې ده چې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترمنځ پر وروستي ملاقات یې خبریالانو ته مالومات ورکول.

ولسمشر اشرف غني او د هغه ازبک سیال شوکت میرزایېف تیره اونۍ په استانا کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو غونډې په څنډه کې له یو بله سره کتلي ول.

د انټر فاکس خبري اژانس د ایلیور غینیېف له خولې لیکي چې افغان او ازبک ولسمشر پر دې سلا شو چې ازبکستان به د اوږدې مودې لپاره افغانستان ته تر درې لکه ټنو پورې کېمیاوي سره او تر دوه نیم لکه ټنو به اوړه او هم داسې نور مواد ورکوي.

XS
SM
MD
LG