د پاکستان حکومت وايي، چین به د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو لپاره د سهولتکار رول ولوبوي.
دا خبره په بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وکړه.
هغه وویل ، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د ورانې میاشتې په پای کې د اسلام اباد او کابل سفر وکړي.
سرتاج عزیز وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه دومره نه ده چې چین پکې منځګړی شي.
دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دفتر وویل ، چین غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کولو په موخه د یو غونډې زمینه برابره کړي.