د لاسرسي ځای

تازه خبر

عاطف خان: په تېرو څلورو کالونو کې ۴۵۰ ښونځي پرانیستل شوي


د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان وايي، صوبايي حکومت په تیرو څلورو کالونو کې ۴۵۰ پرایمري سکولونه جوړ کړي دي او د سرکاري سکولونو بنیادي اسنتیاوو په برخه کې شاوخوا ۲۱ اربه روپۍ خرچ کړي دي.

عاطف خان د دوشنبې په ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، په صوبه کې په تیرو څلورو کالونو کې ۴۰ زره استادان برتي شوي دي او ۱۵ زره به نور هم برتي کېږي.

عاطف خان زیاته کړه، د موجوده حکومت پر مهال شاوخوا یو نیم لاکه ماشومان له شخصي سکولونو سرکاري سکولونو کې داخل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG