د لاسرسي ځای

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې سږ کال له پیله تراوسه پورې ۱۲۵ زره افغانان په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همږغۍ دفتر د دوشنبې په ورځوویل، یوازې د وروستیو دوو اوونیو د جګړو په نتیجه کې ۲۲ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دغه دفتر په وینا د بې ځایه شویو په سلو کې ۲۷ د افغانستان په جنوبي، په سلو کې ۹ په لوېدیځو او په سلو کې ۱۲ په ختیځو او مرکزي ولایتونو کې بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم د تېرکال د ورته مودې په پرتله سږکال د بې ځایه شویو افغانانو شمېر په سلو کې ۲۸ لږ دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې اکثره بې ځایه شوي په ننګرهار، بغلان او کندز ولایتونو پورې تړاو لري.

XS
SM
MD
LG