د لاسرسي ځای

مسکو او سېنټ پټرزبورګ کې ګڼ لارویان نیول شوي


پولیسو په مسکو او سېنټ پټرزبورګ ښارونو کې څه باندې دوه سوه مظاهره چیان نیولي دي.

په مسکو کې ۱۲۱ کسان د درغلیو او غبن پروړاندې لاریون پر مهال نیول شوي دي چې پکې سیاسي مخالف الیا یاشین هم شامل دی.

په سېنټ پیټرزبورګ ښار کې ۱۳۷ کسان نیول شوي دي.

دا مظاهرې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني له خوا تنظیم شوې وې چې د دوشنبې ورځ په مسکو کې په خپل کور کې له مظاهرو شېبه مخکې د پولیسو له خوا ونیول شو.

د مظاهره چیانو له ډلې یو کس چې بوریسینکو نومېږي د پولیسو له منګولو هم تښتېدلی د مظاهرې په اړه وویل:

" زه نن دلته د دې لپاره یم چې په روسیه کې درغلي اوج ته رسېدلې ده. په ایسلېنډ کې وزیر اعظم د درغلۍ په خاطر ګوښه کېږي خو زموږ وزیر اعظم دیمیتري مدودېف په لویو کېسونو کې لاس لري خو تر اوسه نه دی لیرې شوی. دا د هېواد د پرمختګ وژنه ده."

په مسکو کې د مظاهرې پر مهال ګېس هم کارول شوی خو بڼه یې نه ده جوته چې څه ډول ګېس دی.

د ښار بره هېلي کوپټرې هم الوځي.

د سایبریا په دوو ښارونو کې هم د دوشنبې ورځ له غرمې مخکې یوشمېر مظاهره چیان نیول شوي و.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG