د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خلیجي هېوادونو وګړي په قطر کې پاته کېدلی شي'


د اتوار ورځ قطر وویل د ګاونډي خلیجي هېوادونو وګړي په دې هېواد کې پاته کېدلی شي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر عربو او خلیجي هېوادونو په قطر د سختدریځو ډلو د ملاتړ تور پوری کړی دی، له دې هېواد سره یې د هر ډول تګ راتګ بندیز اعلان کړي او سفارتي اړیکې یې ورسره شلولي دي. یادو هېوادونو خپلو وګړیو ته له قطره د وتلو امر کړی دی.

که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د خلیجي هېوادونو ترمنځ د کړکیچ کمولو غوښتنه کړې خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي د قطر پرضد ګامونو ملاتړ کوي.

بلخوا قطر د ترهګرۍ ملاتړ تورونه رد کړي او وايي چې د کړکېچ ختمولو لپاره خبرو اترو ته تیار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG