د لاسرسي ځای

'نواز شریف دې د جون په ۱۵ مه جي ای ټي ته وړاندې شي'


د پاناما اسنادو پلټنو لپاره جوړې ګډې پلټونکې ډلې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ته نوټس لېږلی چې د جون په ۱۵مه نېټه دې ورته وړاندې شي.

نوموړي ته د حاضرېدو لپاره د راتلونکې زيارت په ورځ ۱۱ بجې وخت ورکړل شوی.

د اطلاعاتو او نشرياتو وزيرمملکت مريم اورنګزېب د اتوار په ورځ مطبوعاتو ته وويل چې وزيراعظم نواز شريف خپلځان د احتساب لپاره وړاندې کړی دی.

تر دې مخکې د نواز شریف دواړه ځامن، چې په پاناما اسنادو کې یې نومونه راغلي، هم د یاد ټیم پروړاندې څو واره حاضر شوي دي.

د ذکر ده چې سپريم کورټ د اپرېل په ۲۰ م نېټه د پاناما کېس د نورو تحقیقاتو لپاره د شپږ کسيزه کمېټۍ جوړولو امر کړی وو او ويلي يې وو چې دغه کمېټۍ دې په ۶۰ ورځو کې له وزيراعظمه او د هغه له کورنۍ پلټنې وکړي او عدالت ته دې یې وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG