د لاسرسي ځای

یوکراینیان اوس پرته له وېزې اروپا ته سفر کولی شي


د یوکراين وګړي سر له ننه ( د جون ۱۱ مه) په رسمي توګه د اروپايي ټولنې هيوادونو ته بغير له ويزي سفر کولو جوګه وي. د یوکرایین ولسمشر پترو پروشینکو د دې اقدام هرکلی کړی او وایی دا اقدام د روسي ایمپایر سره اخري مخه ښه ده.

د یوکراین سرحدي چارواکي وايي، تمه ده چې پر پوله د مسافرو په تګ راتګ کې ديرش فيصده اضافه وشي. د یوکراين هغه وګړي چې بايومټريک پاسپورټونه لري، کولای شي چې د ايرلينډ او انګلينډ پرته نورو اورپايي هيوادونو ته د ويزې بغیر سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG