د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ: قطر دې له ترهګرو سره مالي مرستې بندې کړي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ
ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر قطر ږغ کړی چې له ترهګروسره دې مالي مرستې بندې کړي.

دا څرګندونې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د رومانیا له ولسمشر کلاوس لوهانیس سره په ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

ډونلډ ټرمپ ویلي ، له بده مرغه قطر ډیر په لوړه کچه د ترهګرو په مالي ملاتړکې لاس درلود.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "موږ باید د ترهګرۍ سره مالي مرستيبند کړو. ما پریکړه وکړه چې د دې وخت را رسېدلی چې پر قطر ږغوکړو چې دا مرستي بند کړي. هغوي باید د ترهګرو مالي ملاتړ او په دې برخه کې د سختدريخيایډیالوژي بنده کړي. "

ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې په سعودي عرب کې د وروستۍ سرمشريزې پر مهال د هېوادونو مشران ورغلي وو او غوښتنه یې کړې وه چې قطر باید د خپلو کړنو له انجام سره مخ شي.

سعودي عرب متحده عربي اماراتو، بحرین، مصر او یو شمېر نورو حکومتونو په وروستیو کې له قطر سره خپل سفارتي تعلقاتپرې کړل او ویې ویل چې دا کار يې له ترهګري سره د قطر د اړیکو او سختدريځوډلو ته د دې هېواد د مالي ملاتړ له امله کړی دی.

د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ په قطر کې د ترهګرۍ د ملاتړ ټول تورونه رد کړي دي او غږ يې کړي چې د خليج فارس په دغه وړوکي هېواد دې د خپلو عربي ګاوندیانو لخوا د مالي بنديزونه لړۍ ودرول شي.

سعودي عرب يو داسې فهرست خپور کړي چې پکې له قطر سره د تعلق لرونکو هغو ادارو او کسانو نومونه دي چې له وسله والو ډلو سره مالي ملاتړ کوي.

په دغه فهرست کې له مصر سره تعلق لرونکي د اخوان المسلمين ډلې د يوسف القراداوي نوم هم شامل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG