د لاسرسي ځای

امریکا وايي، د عراق د کردستان له لورې سږکال په سېپټېمبر کې د خپلواکۍ د ټولپوښتنې پرېکړې مخالفت کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ بېګا وویل، 'امریکا د یو، وفاقي، باثباته او ډېموکراټه عراق ملاتړ کوي.'

د عراق په شمال کې د کردستان سیمه تقریباً خودمختاره ده خو د بغداد له حکومت سره د تېلو د زېرمو پر واک کړکېچ لري.

ناورټ وویل، واشنګټن، ''د عراقي کردستان د خلکو پر مشروع ارمانونو پوهېږي او ستاینه یې کوي." خو زیاته یې کړه چې د کردستان مشرانو ته یې خپلې اندېښنې ښودلې دي چې, ''په دې وخت کې د ټولپوښتنې کول به له نورو اړینو لومړیتوبونو څخه توجه واړوي.''

XS
SM
MD
LG