د لاسرسي ځای

له قطر سره د مشکوکو اړیکو په تور ګڼ کسان 'ترهګر' نومول شوي


څلورو عربي هېوادونو لسګونه کسان له قطر سره د مشکوکو اړیکو په تور د ((ترهګرو)) په نوم نومولي دي.

په دې توګه، سعودي عرب، مصر، بحریان او متحده عرب اماراتو نن په خلیج سیمه کې کړکېچ ژور کړ. د سعودي عرب په مشرۍ دې هېوادونو، په مصر کې د اخوان المسلمین د مشر یوسف القرضاوي په ګډون ۵۹ کسان او د قطر له خوا تمویلېدونکې ۱۲ خیریه ټولنې د ((ترهګرو)) په لېسټ کې واچولې.

قطر وايي، هغه هېواد د ترهګرۍ په ختمولو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو په وچولو کې د ملګرو ملتونو د اقداماتو پابندي کوي.

د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وویل، ((هېڅوک یې نشي ماتولای.)) ده وویل، ((دوی تسلیمېدو ته تیار نه دي او هېڅکله به د خپلې بهرنیو چارو تګلارې د ازادۍ تسلیمولو ته تیار نشي.))

هلته د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د قطر او د خلیج د نورو هېوادونو تر منځ د ډېپلوماټیک کړکېچ د هواري لپاره منځګړتوب ته چمتووالی ښودلی دی.

د ګوتېرش ویاند سټیفن دویاریچ پرون وویل، ګوتېرش د سیمې له هېوادونو غواړي چې د دې کړکېچ د ژورېدو مخه ونیسي او پر ځای یې د خپلو اختلافاتو د هواري هڅې وکړي. سعودي عرب، بحرین، مصر، متحده عربي اماراتو او څو نورو هېوادونو د دوشنبې یا ګل پر ورځ د سختدریځو ډلو او د ایران د ملاتړ کولو پر تور، له قطر سره ډېپلوماټیک اړیکي پرې کړل.خو دوحه دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG