د لاسرسي ځای

'کابل کې مظاهره چیان دې خپل احتجاج پای ته ورسوي'


د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونو او دیني ټولنو د کابل پر مظاهره کوونکو غږ کړی دی چې خپلې احتجاجي ناستې دې پای ته ورسوي.

دوی په پنجشنبه په بېلا بېلو غونډو او خبري کنفرانسونو کې وویل، په روانو احتجاجونو د هېواد ستونزې نه هوارېږي بلکې د ښار اوسېدونکو ته مشکلات پیدا شوي دي. د دیني عالمانو د مجموعې یوه غړي سمیع الله ریحان په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ځېنو ځوانانو احتجاجي ناستې د هېواد دښمنانو ته ګټه رسوي.

هلته دعوت اسلامي او د حق او عدالت ګوند هم له تېرې جمعې راهیسې پر روانو احتجاجونو اندېښنه وښوده او د سیاسي جوړجاړي غږ یې وکړ. د کابل ناستې د تېرې اوونۍ هغو حملو په غبرګون دي چې پکې له ۱۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG